لوګر: د خوښي – ازري ۴۵ کیلومتره سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري:

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۳:۲۲
لوګر: د خوښي – ازري ۴۵ کیلومتره سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري:

د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او تخنیکي پرسونل پر مټ د دغه ولایت د خوښي – ازري سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري.

دا سړک، چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د یاد ولایت له خوښي ولسوالۍ څخه پيل او د ازري ولسوالۍ تر مرکز پورې به هموارکاري او چغل اندازي شي.

یاده دې وي، چې د دغه سړک د خربوالي له امله د ازري ولسوالۍ اوسېدونکي د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ و، چې ټولګټو وزارت د یادو ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د اوس مهال لپاره د دغه سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار پیل کړی دی او په راتلونکي کې به د ټولګټو وزارت له پلان او بودیجي سره سم په اساسي ډول ورغول شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS