د زرنج – دلارام لويې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۱:۴۲
د زرنج – دلارام لويې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

 د نیمروز ولایت اړوند د زرنج – دلارام لويې لارې د ترمیم او په یاد مسیر کې د ويجاړ شويو پلونو او پلګوټو د بیا رغونې چارې د نيمروز ولايت د سيمه ييزو مسوولينو او د دغه ولايت د ټولګټو چارو رئیس په حضور کې د پټۍ په پری کولو سره نن رسماً پیل شوي.
د دې لويې لارې ويجاړې شوې برخو دترمیم، پلونو او پلچکونو په ګډون؛ د برادران توجګي او عزيزي خاشرودي له ساختماني شرکتونو سره د ۱۷،۶ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې چې په شپږو مياشتو کې به یې چارې بشپړ شي.
د دې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شی او په بشپړیدو سره به یې دخلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS