د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې کار پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۱:۵۷

د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوال د بیارغونې کار د دغه وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د کابل ولایت د ټولګټو رئیس مفتي عبدالولي محمد، یو شمېر تخنیکي رئيسانو، د خاک جبار ولسوالۍ ولسوال، امنیه قومندان او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې. په دغو مراسمو کې د وزارت تخنیکي معین خبري وکړې، ویې ویل: شته سړکونه ملي شتمني ده، ټولګټو وزارت یې د خوندیتوب په موخه د ساتنې او څارنې پروژې کار پیل کړی، دا وزارت پلان لري، چې مالي امکاناتو ته په پام سره د هیواد ټول هغه سړکونه او پلونه، چې د طبعي پیښو له امله ویجاړ شوې دي بیاورغوي. ورپسې، د کابل ولایت د ټولګټو رئيس د خپلو خبرو پرمهال د پروژې اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړ ویې ویل: د دې ترمیماتي پروژې کار د میرودان خصوصي ساختماني شرکت سره د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې په څه باندې یوه میاشت کې به یې چارې بشپړې شي او د کابل د ټولګټو ریاست له لوري به یې دوامداره نظارت وشي. په پای کې، د خاک جبار ولسوالۍ امنیه قومندان د ټولګټو وزارت له پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه او د همکاري ډاډ یې ورکړ، همدارنګه د سیمې یوه تن قومي مخور د خپلو خبرو پرمهال له ا،ا،ا څخه مننه وکړه چې مهمو ملي پروژو ته توجه کوي او له ا،ا،ا څخه یې ملاتړ یې څرګند کړ.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS