د ټولګټو وزارت نوی سرپرست وزیر معرفي شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۲:۴۹
د ټولګټو وزارت نوی سرپرست وزیر معرفي شو

د ټولګټو وزارت نوی سرپرست وزیر محترم لحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین ( حفظه الله ) د حکم پر بنسټ ټاکل شوی، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چارو ادارې د لوی رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، لخوا د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپژندل شو او په کار یې پیل وکړ.
 
په دغه اړه جوړو شویو مراسمو کې لومړی، د ټولګټو وزارت حقوقي سلاکار د نوي سرپرست وزیر د ټاکنې په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) حکم قرأت کړ او زیاته یې کړه، د ا.ا.ا، له بشپړ حاکمیت څخه را په دېخوا د ټولګټو وزارت لخوا د ګڼ شمېر پروژو چارې پیل شوې، د وزارت په اداري او تشکیلاتي برخو کې د پام وړ سمون راغلی، د ولایتي او مرکزي ریاستونو تر منځ همغږي پیاوړي شوي او د هیواد په بېلابېلو برخو کې د دغه وزارت غصب شوي ملکیتونه بېرته راګرځول شوي دي. 
  
ورپسې د دغه وزارت ویاند محترم مولوي حمیدالله مصباح، د یاد وزارت د لاسته راوړنو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه وویل: د ټولګټو وزارت لخوا په ټول هیواد کې د شاوخوا ۵۵۵ پروژو د تطبیق چارې دوام لري، چې له دې ډلي د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک، د کابل – کندهار، کندهار – اروزګان، معرف – ارغستان، اروزګان – دهراود لویو لارو  د اساسي ترمیم چارې د یادولو وړ دي، هغه همدارنګه وویل: چې د سلامي امارت له حاکمیت را ورسته د دغه وزارت زرګونه جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو څخه خلاصه شوي، د ترازوګانو لخوا څه باندې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ ملي بودیجې ته سپارل شوي، د وزارت غیر فعال لابراتوارونه بېرته فعال شوي او په ۴۰۰ خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې وړ کسان ګمارل شوي.
 
ورسته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، خبري وکړې، ویې ویل: د اسلامي امارت ټولي ټاکنې د شرعیت له اصولو او معیارونو سره برابري دي او د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټولو هیوادوالو ته پرته له تبعیض څخه یو ډول خدمات وړاندې کیږي، د غاصبینو له منګلو څخه د ملي املاکو د خلاصون لړی په جدیت سره روانه ده، چې اړوند ادارو ته سپارل کیږي او د هیواد او خلکو په ګټه استفاده ترې کیږي او دغه راز د مخدره توکو کرکیله او د استعمال کچه یې صفر ته راټیټه شوې. 
 
د غونډې په دوام د ټولګټو وزارت نوي سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني، خبري وکړې، هغه د وزارت کارکونکي خپلو ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته متوجه کړ او زیاته یې کړه، چې د مخکیني وزیر نیمګړي کارونه به بشپړ او د مخکي جوړ شوي پلان مطابق به چارو ته دوام ورکړي.
 
د غونډې په پای کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د خپلو خبرو پرمهال، اسلامي نظام د بې شمېره قربانیو او سرښیندنو پایله ده، چې ساتنه او تحکیم یې د ټولو مسؤولیت وباله، هغه همدارنګه وویل؛ چې په دا ډول نظام کې کار او دنده ترسره کول د الله تعالی په ستر دبار کې له عبادت او جهاد سره برابر دی. 
 

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۴۲
Background image

د هېواد یو شمیر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال یې د پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري

غور: په دغه ولایت کې د تیرو ورځو د اورښتونو او سیلابونو له امله د چهارصدې او مرغاب ولسوالیو مسیرونه موقتاً بند او کڼ شمېر نورو نښلونکو سړکونو کې ترانسپورتي خنډونه را منځ ته شوي وو، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۴۲
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د غر ښويېدنې سیمې څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن ورځ سهار د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د کابل دروازې د ۳ کیلو مترۍ (ماهيپر) د غرښویدنې سیمې، بدیل مسیر او د استحکامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

د سالنګ لويه لار د مسافر وړوکو وسايطو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لار د تيرې شپې په ۰۸ د تېزې واورې د ورښت، طوفان او د ليد د ساحې د محدوديت له کبله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه او نن د غويي په ۱۱ مه د سحار پر ۰۷ بجو د لويو او کوچونيو. . .

BACK TO NEWS