سمنګان: د ایبک – مزارشریف او ایبک ۔ پلخمري لویو لارو د پُلګټو او ویالو د پاکولو پرمهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۲:۱
سمنګان:  د ایبک – مزارشریف او ایبک ۔ پلخمري لویو لارو د پُلګټو او ویالو د پاکولو پرمهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د ایبک – پلخمري او ایبک – مزارشریف لویو لارو د مصنوعي ساختمانونو د ترمیم، د سړک غاړو ویالو او بندو پُلګوټو د پاکولو چارې جریان لري، چې پرمهال یې د سیمې لسګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده. 

دغه پُلګوټي او ویالې، چې د بارنونو او سیلابونو د پاتې شونو له امله بندې شوې دي؛ له کلونو راهیسې یې د پاکولو چارې نه دې ترسره شوې، چې د اورښتونو او سیلابونو پرمهال د اوبو مسیر د بندښت او  د یادو لویو لارو د ویجاړېدو لامل شوې.

دا مهال د یادو لویو لارو د ویالو او پلګوټو د پاکولو کار د سمنګانو ولایت د ټولګټو ریاست تر څارنې لاندې د یوه خیریه بنسټ په مالي همکاري په دریو بېلابېلو برخو کې جریان لري، چې د کار له بشپړېدو سره به یې، یادې ستونزې هواري شي. 
 

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS