د لوګر او پروان ټولګټو ریاستونو لخوا ترسره شوي ورځني فعالیتونه:

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۰:۲۱
د لوګر او پروان ټولګټو ریاستونو لخوا ترسره شوي ورځني فعالیتونه:

د ټولګټو وزارت د لوګر او پروان ولایتونو ټولګټو ریاستونو د ورځنیو فعالیتونو په لړ کې له شته ماشینري او اړوند فني او تخنیکي پرسونل څخه په مؤثرې ګټې اخیستنې سره لاندې فعالیتونه ترسره کړي.

لوګر:

د کابل – ګردیز لویې لارې اړوند په تېري کوتل سیمه کې د سړک څنډو (شولډرونو)، ویالو او پلګوټو د پاک کارۍ چارې جریان لري، چې له دې سره به د اوبو مسیر خلاص او د سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

پروان:
د پروان ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د بګرام ۔ جبل السراج سړک د شولډرونو د تحکیم او هموارکاری چارې جریان لري، چې له دې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله کمي شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS