په لوګر کې د ۲۵ میلونه افغانیو په ارزښت دوه د ساتنې اوڅارنې پروژې پیل شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۲:۳۶
په لوګر کې د ۲۵ میلونه افغانیو په ارزښت دوه د ساتنې اوڅارنې پروژې پیل شوې

د ټولګټو وزارت لوري؛ په لوګر ولایت کې د ۶۵۰ متره استنادي دیوال او ۱۶ پایې پُلګوټي د ترمیم او بیا رغونې کار پیل شو. د ترمیم او بیارغونې دغه پروژې، د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرار داد شوي، چې لګښت یې د ټولګتو وزارت لخوا ورکول کیږي، چې د یادې پروژې د تطبیق موخه د کابل ۔ ګردیز لویې لارې له ویجاړېدو څخه مخنیوی دی. د يادونې وړ ده، د ساتنې او څارنې دغې پروژې کار به په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي، چې د کار په جریان کې د سیمې يو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS