د کندهار باغ پل - هلمند دوه لارې سړک د اساسي ترمیم او بیارغونه جریان لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۴:۴۳
د کندهار باغ پل - هلمند دوه لارې سړک د اساسي ترمیم او بیارغونه جریان لري

دغه سړک، چې ۷۹.۳ کيلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او  ۲ متره د سړک غاړې لري؛ د کندهار ولايت له باغ پل څخه پيل د هلمند ولایت تر دوه لارې پورې غځېدلی دی. 

 د دغه سړک په اوږدو کې ۳ پايې اوسپنیز کانکریټي پلونه، ۲۱۸ پايې پلګوټي، ۲۱ بستره واشونه، ۳۲۰ متره د سړک غاړو لښتي او ۳۹۷ متره استنادي دیوالونو ترمیمول شامل دي، چې له دې جملې څخه ۲ پايې پلونه، ۳۳ پايې پلګوټي په اساسي ډول ترميم او ۳۴ پايې پلګوټو له سره ورغول شي.

د سړک دغه پروژه د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت تر منځ د معدن په بدل کې قرارداد شوې، چې دا مهال یې د ترمیم او بیارغونې چارې جريان لري.

د يادې پروژې د کار په جريان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمینه برابره شوي، چې د کار له بشپړېدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې به اسانتياوې رامنځته شي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS