د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین بامیان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۲۱
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین بامیان ولایت ته سفر وکړ

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، باميانو ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بامیان – دره صوف ۱۷۸ کیلو متره سړک، د بامیان - یکاولنګ ولسوالۍ سړک، د دغه ولایت له شش پل درې لارې ـ دوآب بلوله سيمې پورې د سړک له ترمیماتي پروژو څخه له نږدي لیدنه وکړه.
د یادونې وړده چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین په دغه سفر کې د یاد ولایت  په شش پل سيمه کې د یوباب لوړ تناژ تلې له رغنیزو چارو  او په فرغنتو ساحه کې د یو باب تلې د سړک له ر غنیزو چارو څخه هم لیدنه او د کار د غوره کیفیت، چټکتیا په اړه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې و کړې.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۹
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د دایکندي، غزني، کندز او میدان وردګ ولایتونو له یو شمېر مسئولینو او قومي مخورو سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمداسماعیل غزنوي، د دایکندي ولایت د والي محترم مولوي تورجان احمدي، د غزني ولایت د علماوو شورا رئیس، د کندز ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS