د جوزجان – بلخ لویې لارې د ویجاړو برخو د ترمیم کار د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۲۶
د جوزجان – بلخ لویې لارې د ویجاړو برخو د ترمیم کار د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

 دټولګټو وزرات لخوا د جوزجان – بلخ لویې لارې د ویجاړو برخو د ترمیم او پاک کارۍ، پردغه مسیر د یوه پایه پولګوټي د رغونې او د ۳۶ متره په اوږد والي سره د تلې د سړک د کانکریټ اچونې کار جریان لري.
دغه پروژه د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ؛ د څه باندي ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی چې د دریو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.

د یادونې وړ ده؛ چې د دغې ترمیماتي پروژې د کارپه جریان کې د سېمې یو شمېر او سیدونکوته د کار زمینه برابره شوې او  د کار په بشپړیدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزي دپخوا په پرتله هوارې شي.
 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS