په حمل مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۶۷۶۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۲۹
په حمل مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۶۷۶۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۶۷۶۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۳۷۱۶۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۹۵۵۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۳۹۷۸۶) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۱۰۲۵۴) ټنه، چې ټولټال (۳۰۶۷۶۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په حمل مياشت کې (۲۹۷۷۱) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه اوکینو د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

9 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ د جوړولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري روانې دي

د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک د پنځم لاټ اساسي رغونې پروژه د ۱ میلیارد او ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې ده او دا مهال یې د رغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۱۶۹۹۸۵ ټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

BACK TO NEWS