د دشت ارچي – کندز سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۴۰
د دشت ارچي – کندز سړک د رغونې چارې  د څه باندې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د کندز ولايت اړوند د دشت ارچي – کندز سړک، چې ځینې برخې یې پخوا بشپړې شوې وې او د پاتې ۱۹.۶ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې یې د څه باندې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې او دا مهال یې کار جریان لري.

 دغه سړک د کندز - تخار لار د شیرخان بندر سره نښلوي، د دغه سړک په اوږدو کې د ۶۵ پایو پُلګوټو د رغونې کار هم شامل دی، چې له ډلې یې د ۴۱ پُلګوټو د رغونې کار بشپړ شوی دی او د پاتې نورو کار يې جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په سیمه کې د سب بیس، پُرکارۍ، د بیس کورس د موادو تولید، د کار ځای ته د قیر (اسفالټ) د لیږدولو او د قیر اچونې چارې جریان لري.

د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړیدو سره به یې د هېوادوالو ستونزې حل او د کرنیزو او سوداګریزو توکو په خوندي او چټک انتقال کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ګڼ شمیر لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي.

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د. . .

BACK TO NEWS