د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

یاد سړک، چې د دهنه‌غوري ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي په اوږدو کې یې د ۵۱ پایو پلګوټو، ۱۶۰۵ مترو استنادي دېوالونو او د سړک د غاړې د ۱۷۹۰ مترو ویالو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه د استنادي دېوالونو او ۴۵ پایو پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د شاوخوا ۹ کیلومتره سړک د پرکارۍ چارې هم ترسره شوې دي.

د یادې پروژې چارې دا مهال له ۳۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.

د ټولګټو محترم وزیر د دې پروژې د مراقبت کوونکو او تطبیق کوونکو ټیمونو او همدارنګه د قراردادي شرکت مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژې په پلي کولو کې له باکیفیته موادو څخه کار واخلي او د سړک چارې د تخنیکي مشخصاتو او ټاکلې مودې سره سمې بشپړې کړي.

دیادونې وړ ده چې په ياد ولايت کې د نهرین - خوست د ۱۲ کیلومتره سړک چارې هم په چټکۍ سره جریان لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۲۹
Background image

د کابل – ننګرهار سړک د لته‌بند مسیر د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي او د ټولګټو وزارت محترم وزیر یې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل ننګرهار سړک د لته بند مسیر د پاتې ۲۰ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ په تخمیني ډول د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

BACK TO NEWS