د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په همکارۍ بیرته پرانیستل شوه.

د یادونې وړ ده، تیره شپه شاوخوا ۱ بجه زلزله رامنځ ته شوې وه او د پیښې سره هم مهاله ( ۱:۳۰ بجه) د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل د یاد مسیر د پرانیستلو په موخه د سمنګان ولایت صیاد او تاشقرغان تنګي سیمو ته رسیدلي وو او د ملي د فاع وزارت به همکارۍ یې یاد مسیر د ترافیکو پرمخ بېرته پرانیسته.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې درنو هېواد والو ته د تګ راتک لپاره لويې لارې او سړکونه پرانیستي وساتي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS