په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۵۴
په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګرولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي جنت ګل سراج، سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې بشپړې شوې.

د لوګر – ګردیز لویې لارې اړوند د تېرې کوتل څخه تر سفید سنګ پورې د ګارد ریلونو او ترافیکي علایمو د نصبولو چارې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت او د یاد ولایت په التمور سیمه کې د التمور لوړتناژ تلې د ۱۵۰ متره نښلوونکي سړک د کانکریټ چارې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې دي.

یادې پروژې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د وسایطو د خوندیتوب او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره تطبیق شوې دي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS