د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه معرفي او د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د لوړو زدکړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د چارو ادارې لوی ریاست معاون مولوي سیف الدین تائب، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملا عبد الجبار، د ټولګتو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د ټولګټو وزارت مالي او اداري معینیت نوی مرستیال محترم قاري محمد یونس راشد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي او اداري معینیت مرستیال محترم قدرت الله جمال، ګڼ شمېر امارتي مسؤلانو، د ټولګټو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی د چارو ادارې لوی ریاست معاون مولوي سیف الدین تائب د ټولګټو وزارت د نوي اداري او مالي معین د ټاکنې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظ الله) حکم قرائت کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت یو بشپړ اسلامي نظام دی او د دغه نظام رهبري د اسلامي ارمانونو د پلي کېدو او د اسلامي نظام د ساتنې لپاره تغییر او تبدیل یو اصل ګڼي، تل ژمن، وفادار، زړه سواند او خدمت‌ګار کسان په دندو ګماري، هغه دغه راز زیاته کړه، چې په اوسني نظام کې د امیر اطاعت شرط او واجب دی.

په دغه غونډه کې د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزیر الحاج شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم وویل: «دا د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د خلکو د خدمت زمینه راته مساعده شوې ده، په اسلامي نظام کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او په امارتي ادارو کې دنده ترسره کول یو امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت دی او د ا.ا.ا امیرالمؤمنین حفظه االله په امارتي وزارتونو او ادارو کې د چارو د لا ښه والي په موخه ټاکنه کوي.«

دغه راز محترم ندیم صاحب د اسلامي نظام په چوکاټ کې د ټولګټو وزارت اهمیت په اړه خبرې وکړې او وویل: چې دغه وزارت یو مهم او کلیدي وزارت دی او کړنې یې په ټول هېواد کې محسوسې دي.

ورپسې د ټولګټو وزارت نوي مالي او اداري مرستیال محترم قاري محمد یونس راشد د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له اعمتاد څخه مننه وکړه او نوموړي د ټولګټو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې ورسپارل شوې چارې به په پوره صداقت، ایماندارۍ او د اړوندو مراجعو سره په همغږۍ ترسره کړي.

د مراسمو په دوام د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، نوي ټاکل شوي مرستیال ته د وزارت په استازولۍ ښه راغلاست او مبارکي وویله او د هر ډول همکاریو د ډاډ ترڅنګ یې د الله ﷻ له دربار څخه په ټولو چارو کې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

یاده غونډه د د عوت او ارشاد رئیس محترم عتیق الله عتیق د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS