د کندهار– سپینبولدک او سپینبولدک – وېش سړکونو د جوړولو پروژې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري
په کندهار ولایت کې د کندهار– سپینبولدک سړک د دویم لاټ او د سپینبولدک–وېش سړک د جوړولو پروژې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې چارې د بېلابېلو پرمختګونو سره جریان لري.
د کندهار–سپینبولدک سړک دویم لاټ ۳۹.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د ۲ پایو پلونو او ۶۷ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي او یاده پروژه ۹۸ سلنه فزیکي پرمختګ لري.
همدارنګه، د سپینبولدک – وېش سړک ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې پلې لارې، ویالې او د سړک د لینونو ترمنځ شنه ساحه هم پکې شامله ده.
د یادې پروژې په اوږدو کې د ۱۰ پایو پلکوټو او ۲۶۰ متره استنادي دیوالونو د اساسي رغولو چارې هم شاملې دي او دا مهال شاوخوا ۱۶ سلنه فزیکي پرمختګ لري.
د کندهار– سپینبولدک او سپینبولدک – وېش سړکونه د کندهار ولایت له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد د کورني نښلون د پیاوړتیا ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو په لېږد او را لېږد کې مهم رول لري. د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو د تګراتګ ستونزې ترډېره هوارې شي او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لیږد رالیږد په برخه کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.
