د ټولګټو وزارت محترم وزیر په سرپل ولایت کې د دغه وزارت له پروژو څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې يو تخنيکي ټيم يې هم ملتيا کوله، د هېواد شمالي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په سرپل ولايت کې د دغه وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې د ټولګټو محترم وزیر د سرپل ولايت د حلقوي سړک د ۱۲ کيلو متره پروژې، د سانچارک- بلخاب ۲۵ کيلومتره سړک، د سرپل - فارياب د ۳۰ کيلو متره سړک له رغنيزو پروژو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په یاده لیدنه کې د يادو پروژو تطبیق کوونکو ټيمونو او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د کار د چټکتيا، غوره کیفیت او د تخنيکي مشخصاتو سره سم په ټاکلي وخت د پروژو بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار يې وکړ، چې د با کيفيته موادو څخه دې د پروژو په تطبيق کې ګټه واخلي، چارې دې ګړندۍ او د ماشینرۍ شمېر دې زیات کړي.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په دغه ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول تلو ( ترازوګانو) له فعالیتونو څخه هم کتنه او ارزونه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز محترم وزیر صاحب د ياد ولايت د ټولګټو رييس هغه ته لارښوونه وکړه، چې د ساتنې او څارنې پروژو په تطبيق کې دې جدي پاملرنه وکړي او د پروژو چارې دې وخت پر وخت له نږدې وڅاري او خلکو ته دې د تګ راتګ په برخه کې د اسانتياوو په برابرولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د سرپل ولایت حلقوي سړک ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۲۱ متره پلنوالی لري او په دغه ولایت کې له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي. همدارنګه، د سرپل – سانچارک سړک د جوړولو پروژه له مهمو پروژو څخه ده، چې د پاتې برخو په بشپړېدو سره به یې سرپل ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي. او دغه راز د سرپل – فاریاب سړک د پاتې برخو په بشپړېدو سره د سرپل او فاریاب ولایتونه یو له بل سره نښلول کېږي.
