داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د غور ولایت د واورو پاکولو خدماتو پروژه چې ټولټال ۶۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري او ۳۱ مسیرونه پکې شامل دي د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اجارې د بیعې پر اساس د داوطلبۍ له لارې وړاندې کېږي

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه خدمات برفی پاکی ولایت غور به طول 624 کیلومتر شامل 31 مسیر به اساس بیع اجاره بابت سال 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د غور ولایت د واورو پاکولو خدماتو پروژه چې ټولټال ۶۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري او ۳۱ مسیرونه پکې شامل دي د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اجارې بیعې پر اساس د داوطلبۍ له لارې وړاندې کېږي، چې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-36/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۷/۱۱نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټه ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۷/۱۱نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۱۱/۷ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د پروپوزلونو وړاندې کولو بلنه

د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل د میکانېزم پر اساس د عامه پروژو د مالي تمویل د زمینې برابرولو د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر د چټکتیا او د هېواد د سوداګریزو بانکونو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د دوو بابو امنیتي بیسونو د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د دوو بابو امنیتي بیسونو د جوړولو د پروژې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا – د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو د . . .

Back to tenders