د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال یې د قیر اچونې چارې پیل او جریان لري.
دغه سړک د فراه ولایت له ریګي سیمې څخه پیل او د همدې ولایت د فراه رود ولسوالۍ تر دوراهي پورې غځېدلی دی. د یاد سړک په اوږدو کې د ۱۲۴ پایو پلګوټو او یوشمېر واشونو د اساسي بیارغونې چارې شاملې وې، چې دا مهال یې د پلګوټو چارې ۹۰ سلنه او واشونه په بشپړ ډول بیارغول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په بیارغونې سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او ورسره به سوداګریز فعالیتونه هم لا پیاوړي شي.
