د کاپیسا ولایت د دانش تر مغان پل پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو کار بشپړ شوی او ګټي اخیستني ته چمتو ده

mopw_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۹:۵۲
د کاپیسا ولایت د دانش تر مغان پل پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو کار بشپړ شوی او ګټي اخیستني ته چمتو ده

د کاپیسا ولایت د دانش تر مغان پل پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو کار بشپړ شوی او ګټي اخیستني ته چمتو ده

دا پروژه له ۸ کیلومتره څخه ډیر اوږدوالی، ۶متره پلنوالی چې یو متر د سړک دواړو غاړې په بر کې نیسي، په بیلابیلو سایزونو کې ۹۰ پایې پلګوټي او ۳۶۳۷ متره کانکریټي ویالې لري. له ۱۰۳ میلیونه افغانیو څخه په لوړ قیمت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی و، رغنیزي چارې یې بشپړ شوي او ګټي اخیستني ته چمتو ده چې د افغانستان حکومت لخوا تمویل شوی.

د یادې پروژي په پلي کیدو د سمې خلګو ته کاري فرصتونه برابر شوي او په بشپړویدو یې د کاپیسا ولایت اوسیدونکو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابريږي.

د یادولو وړ ده چې د دانش تر مغان پل پوري د سړک ټول اوږدوالی ۲۰ کیلومتره ده، چې دوهمه او دریمه برخه یې هم تر کار لاندي ده.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

تلې۹، ۱۳۹۹

 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

BACK TO NEWS