د کاپسا د نجراب ولسوالۍ د سړکونو رغنیز کار څه باندي ۲۰ سلنه کار پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۰:۲۷
د کاپسا د نجراب ولسوالۍ د سړکونو رغنیز کار څه باندي ۲۰ سلنه کار پرمختګ لري

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د سړکونو رغنیز کار چې په څلورو برخو (حود ، جورغل ، خارج ، او غچولان دره) کې جوړيږي اوس مهال يې د جوړلو کار ۲۰.۷ سلنه بشپړ شوی

ياد سړک ټولټال ۱۵ کيلو متره اوږدوالی، ۶.۶ پلنوالی، د ۳۰ او ۷۰ مترو په اوږدوالي سره ۲ پايې پلونه او ۱۱۹ پايې پلګوټي لري

د دې سړک د جوړلو تړون له يوه خصوصي ودانیز شرکت سره د ۶۰۵ میلونه افغانيو په ارزښت شوی چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي

د دې پروژې د غنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدوونکو ته د کازمینه برابره شوي، د کار له بشپړیدو سره به یې د کاپیسا ولایت یو شمیر ولسوالۍ سره ونښلول شي، همدارنګه به په اقتصادي وده، د کرنې په پراختیا او د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون رامنځته کړي

ټولګټو وزارت ـ کابل

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۱۶۹۹۸۵ ټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

BACK TO NEWS