د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د قزاقستان په آستانه ښار کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمهییزه غونډه کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمهییزه غونډه کې، چې د قزاقستان په آستانه ښار کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د اوسپنیزې لارې نویو پروژو، د انتقالاتو د زیاتوالي، د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې لارې څخه د انتقالاتو بهیر د ډیجیټلي کولو او د سوداګرۍ او ترانزیټ په اسانتیاوو کې یې د اهمیت، همدارنګه د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې پروژې او د بلخ – هرات – کندهار اوسپنیزې لارې پروژې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس په خپله وینا کې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، نوموړي وویل، چې افغانستان اوس مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله اوسپنزه لاره لري او هر کال نږدې پنځه میلیونه ټنه سوداګریز توکي د همدې شبکې له لارې لېږدول کېږي، نوموړي همدارنګه د هرات او فاریاب په مسیرونو کې د شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوسپنیزې لارې د جوړولو د چارو د روان بهیر او د کاسا (CASA) اوسپنیزې لارې دهلېز د شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره مسیر د مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین د بشپړېدو په اړه هم خبرې وکړې.
د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درېاړخیز تړون پر بنسټ د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې دهلېز د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل یادونه هم وکړه او وویل، چې دغه پروژې کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اتصال، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي. هغه په پای کې ټینګار وکړ، چې افغانستان د امنیتي وضعیت د ښهوالي او ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت په پام کې نیولو سره چمتو دی، چې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ایکو له غړو هېوادونو سره د همکاریو له لارې د سیمهییز اتصال او اقتصادي هوساینې په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د دې غونډې په څنډه کې د قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران له استازو سره هم وکتل او د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې او د بلخ – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژو د تطبیق او د بلخ – هرات – کندهار پروژې ته د پانګهوالو د راجلبولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې. نوموړي د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د اوسپنیزې لارې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، په دې سفر کې د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د ایران د اوسپنې پټلۍ له استازي سره جلا ناسته درلوده، په دې ناسته کې د قزاقستان او ازبکستان له هېوادونو څخه تورغونډۍ بندر ته د باروړونکو موټرو په وسیله د سوداګریزو توکو د د لېږد او له هغه ځایه ایران ته د اوسپنیزې لارې څخه د انتقال، همدارنګه د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو د فعالیت د پیل په اړه خبرې وشوې، چې د افغانستان له لوري د اړین چمتووالي تر بشپړېدو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو فعالیت هم پیل شي.
همدارنګه، د قزاقستان د اوسپنیزې لارې ادارې له استازي سره په لیدنه کې د تورغونډۍ – هرات – سپینبولدک اوسپنیزې لارې پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې وشوې، قزاقستاني لوري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ آسانتیاوو رامنځته کولو او د سفر وخت او لګښت راکمولو په موخه د یوه خپلواک هوايي دهلېز د جوړولو لپاره د خپلو هڅو خبر ورکړ.
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د افغانستان په ګډون لس غړي هېوادونه لري چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي.
