د امام صاحب ولسوالۍ له مرکزه تر بش کپه کلي پورې د سړک جوړلو کار ۹۲ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۰:۲۰
د امام صاحب ولسوالۍ له مرکزه تر بش کپه کلي پورې د سړک جوړلو کار ۹۲ سلنه بشپړ شوی

دا کانکریټي سړک چې ۱۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له مرکزه تر بش کپه کلي پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې د رغوني کار ۹۲ سلنه بشپړ شوی

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کیږي

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۴،۹۷۰ کاري ورځي رامنځته شوي

د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د سړک اړوند کلیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزي هواري شي او تر پخوا به په اسانه ډول د امام صاحب ولسوالۍ مرکز ته تګ راتګ وکړي

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS