د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ او ده صلاح لار بنده شوي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۲:۴۱
د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ او ده صلاح لار بنده شوي

 

د پنجشنبې ورځې د واورې ښویېدنې له کبله د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د ده صلاح لار په سچې کوتل کې بنده شوي؛ چې د هوا د وضعیت له ښه والي سره سم به یې د بغلان ولایت د ټولګټو ریاست د کارکوونکو له لوري د پاکولو او بیرته پرانستلو کار پیل شي.

همدارنګه په سالنګ کې اوس مهال هوا ورېځ ده او نرمه واوره اوري، پر یاده لویه لار ټرېلري یا باروړونکي موټر یوازې له شمال څخه سویل لور ته تګ کولی شي؛ خو د نورو وړو موټر پرمخ بیا له دواړو لورو لار پرانستي ده.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۷مه ۱۴۰۰

May be an image of text

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

BACK TO NEWS