د ترینکوټ – شاه ولي کوټ ولسوالیو سړک بررسي او ارزیابي شو

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۹:۴۷
د ترینکوټ – شاه ولي کوټ ولسوالیو سړک بررسي او ارزیابي شو

د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه د کندهار ولایت تر شاه ولي کوټ ولسوالۍ پورې غځېدلی سړک، چې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۵/۱۱/۱۳۹۹ نېټه، د ټولګټو وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ قرارداد شوی دی، چې نن د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې د معین محترم الحاج ملا عبدالجبار په مشري په یوه جوړه شوې ناسته کې، چې د ملي پراختیا شرکت ځینو استازو او د وزارت یو شمیر رئیسانو هم حضور درلود بررسي او ارزیابي شو. 

په دغه جلسه کې، لومړی د سړکونو د ساتنې او څارنې معینیت د تخنیکي ټیم لخوا د یادې پروژې د کار پر څرنګوالي، د شرکت له لوري په کارونو کې ټګي، د خلکو ترانسپورتي ستونزې او د ملي پراختیا شرکت له لوري د قرارداد د شرایطو پر نه تطبیق، چمتو شوی راپور وړاندې شو او ورسته دواړو لورو په پورته یادې شویو مسائیلو هر اړخیز بحث وکړ. 

د ناستې پر دوام کې، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین لارښوونه وکړه، چې پورته یاد شوی راپور دې په لکیلي بڼه ملي پراختیا شرکت ته واستول شي او د پروژې د نه تطبیق دلایل دې تر وغوښتل شي، که چیري د شرکت دلایل د قرارداد د شرایطو او شرطنامي مطابق نه وي، یاده پروژه دې د قانون مطابق فسخ قرارداد شي. 

د یادونې وړ ده، د ترینکوټ – شاه ولي کوټ پروژه ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۵/۱۱/۱۴۰۱ نېټه د څه باندې یو میلیار افغانیو په ارزښت د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۷/۸/۱۳۹۹ نېټې، د (۲۲۴) ګڼه جلسې او د (۴۲۵۶) ګڼه فیصلې پر بنسټ د ټولګټو وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ قرارداد شوه، چې لګښت یې د هغه وخت د واحدې منبع له لوري ورکول کیدل. 

د ټولګټو زوارت رسنیز دفتر

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS