د جلال آباد – کنړ عمومي سړک د ترافیکو پرمخ پرا نیستل شو

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۵۹
د جلال آباد – کنړ عمومي سړک د ترافیکو پرمخ پرا نیستل شو

د تیرې شپې زلزلې له امله د کنړ ولایت اړوند د جلال آباد – کنړ عمومي سړک د څوکۍ او نورګل ولسوالیو ترمنځ سیمه کې شاو خوا د شپې ۱۲ بجې غر ښویدنه رامنځ ته شوې وه، چې له امله یې یاد سړک د ترافیکو پرمخ تړل شوی و.

د پیښې سره هم مهاله د تولګټو وزارت اړوند ولایتي ټیم سیمې ته ځان رسولی و او په پرلپسې هڅو یې یاده لویه لار بیرته پرانیستلې ده.

د ټولګتو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني دا مهال خپله هم ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی، د کنړ او ننګرهار ولایتونو د ټولګټو ریاستونو رئیسانو او ټیمونو ته یې لار ښونه کړې ده، چې د سړکونو د پاکولو ترڅنګ دې د پیښې په سیمه کې د اړوند نورو ټیمونو سره په هم غږۍ د زیان منو هېواد والو سره اړینه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په سیمه کې د ځمکې خوځښتونه لیدل کیږي او په سیمه کې د یاد وزارت ټیمونه د لارو د پاکولو لپاره چمتو دي.

دغه راز د کنړ ولایت د مزاردرې او د ديوه ګل درې سرکونه هم د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تدل شوې دي، چې د نورو ادارو د مؤظفو ټیمونو په همکارۍ سره یې د پاک کولو چارې کړندۍ روانې دي او هڅه کوي چې یاد مسیرونه بیرته پرانیزي.

 د ټولګټو وزارت رهبري د یادې زړه بوږنونکې پیښې شهیدانو ته د اللهﷻ له ستر دربار څخه د جنت الفردوس او ټپیانوته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS