د سالنګنو لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او د واورې اورښت دوام لري؛ خو یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.
دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او باروړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته تګ کولای شي، چې د ورځې په اوږدو کې به له جنوب څخه شمال ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د معمول په څیر د ۱۵مې، ۱۶مې او ۱۹مې ګالریو کې له سړک او شولډرونو څخه د خټو او رسوبي موادو په پاکولو بوخت دي، دغه راز د تونل د ننه هم په ځینو برخو کې د جغل اچونه او د هموار کاري چارې جریان لري.
ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي، چې د موټر ځنځیر (چين) وتړي، ترافیکي قوانین مراعت او د یادې لویې لارې د مؤظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي.