د سالنګونو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۴۹
د سالنګونو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا

دا چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د دريو برخو پاتې کار او د بيارغونې چارې پيل کړي دي؛ په همدې موخه د ټرانسپورټي چارو د لاښه تنظيم لپاره د ټولو باربري، مسافربري او ټرانسپورټي وسايطو له چلوونکو څخه هيله کيږي، چې د ۱۴۴۶ هـ. ق کال د محرم الحرام په ۱۹ مې نېټې چې د ۱۴۰۳ هـ. ش.  کال د زمري (اسد ) مياشتې له ۴مې  نېټې سره سمون لري  پر يا د مسير د تګ-راتګ پرمهال په لاندې ډول، وخت او نوبت په پام کې ونيسي.
کوچني وسايط: د يادو وسايط لپاره د سالنګونو لویې لارې اړوند د کار په ساحه کې بديل مسير رغول شوی چې د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د مازديګر تر ۶:۰۰ بجو پورې هره ورځ د دواړو خواوو تګ راتګ کولای شي.
باروړونکي او غټ مسافر وړونکي (۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰) وسايط: په نوبتي ډول د مازديګر له ۶:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۶:۰۰ بجو يوه شپه له شمال څخه جنوب لورې ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لورې ته په اصلی مسیر د تګ اجازه ورکول کيږي ؛ خو کوچنیو مسافروړونکو وسایطو ته د شپې  په دغه وخت د تګ را تګ اجازه نه ورکول کیږي.
د ټولګټو وزارت له ټولو هيوادوالو او موټر چلوونکو هيله کوي، چې پورتنی نوبت او ټرافيکي قوانين مراعت او د پروژې په ښه تطبيق کې د ساحوي کاري ټيمونو سره همکار و اوسي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې په هيواد کې د سړکونو په رغونې، بيارغونې او ترميم سره هيوادوالو او موټر چلوونکو ته آسانتياوې رامنځ ته کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۲۵
Background image

په دایکندي ولایت کې د نیلي – اشترلي سړک د ترمیم او جغل اچونې پروژه پیل شوه

په دایکندي ولایت کې د اشترلي ولسوالۍ د سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې پروژه د ۶ میلیونه او ۶۹۹ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد او د دایکندي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، ښاغلي علیرضا بیکدلي، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت. . .

BACK TO NEWS