د سالنګ لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره برخې د اساسي بیارغونې قرارداد د څه باندې ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۸
د سالنګ لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره برخې د اساسي بیارغونې قرارداد د څه باندې ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې د چارو په دوام، د هېواد د دې مهمې ترانزیټي لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد له مبارز برکتزي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ۱ میلیارد او ۲۵۲ میلیونه او ۷۸۳ زره او ۱۲۶ افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ، چې عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یاد قرارداد د لاسلیک پر مهال د قراردادي شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته وویل: د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو اقتصادي لویو لارو څخه ده او باید د دې پروژې د غوره او پر وخت تطبیق لپاره جدي هڅې وشي، څو یاده پروژه د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي مشخصاتو سره سمه بشپړه شي.

د یادې لویې لارې دغه برخه د اولنګ له سیمې څخه پیل او د جبل السراج پر لور د ۱۵ کیلومتره اوږدوالي او ۱۲ متره پلنوالي سره غځېږي، چې په اسفالتي (قیر) بڼه به یې اساسي بیارغونه ترسره شي.

د دغه پروژې په اوږدو کې د ۵ نویو پلګوټو رغول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک یوې غاړې ته د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د سویلي سالنګ د اساسي بیارغونې چارې له تونل څخه تر اولنګ سیمې پورې په کانکریټي بڼه په پلان کې وې، چې ډېره برخه یې بشپړه شوې او د پاتې برخو چارې یې روانې دي. همدارنګه، له اولنګ سیمې څخه تر جبل السراج پورې به یاده لویه لار په اسفالتي (قیر) بڼه ورغول شي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په درېیو؛ سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او  خنجان – دوشي برخو کې پیل کړې وې، چې تر دې دمه د تونل، ګالریو او زیان‌منونکو برخو په ګډون یې ګڼې برخې په درېیو طبقو کې په کانکریټي بڼه په اساسي ډول بیارغول شوې دي.

 د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ترانسپورتي او ترانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS