د سړکونو د ساتنې او څارنې معین جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په لړ کې له بېلابېلو حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۲:۴۳
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په لړ کې له بېلابېلو حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي؛ جنوب غربي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې نيمروز ولایت ته سفر وکړ او هلته په رسېدو سره یې د یاد ولایت د کنګ ولسوالۍ اړوند سرشیله پُل، د زرنج - دلارام  سړک د تخريب شويو برخو، او د ابریشم پل او غځېدلي سړک څخه؛ چې افغانستان او ایران سره نښلوي لیدنه وکړه همدارنګه یې د چګني کمپ له شته وسايطو او ماشینري، د غورغوري کمپ له وسايطو او تجهيزاتو څخه لیدنه وکړه او د غیر فعالي ماشینري د فعالولو او ترمیم په موخه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته مهال، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، فراه ولایت ته په سفر کې د میل ۷۸ شیخ ابونصر فراهي سړک او د پشتکوه ولسوالۍ د کلايکا ترازو څخه د ليدنې تر څنګ ېې د ياد ولايت د بکوا ولسوالۍ له قومي مخورو سره هم ولیدل او د هغوی ترانسپورتي ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین صاحب له لوري د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړل شو.

همدارنګه د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د کندهار – هلمند لویې لاریې اړوند د (هلمند دوه لارې – ګرشک بازار او هلمند دوه لارې – لښکرګاه) سړکونو او هلمند – هرات لویې لارې اړوند (ګرشک بازار – سنګلام) سړک څخه لیدنه وکړه او د ترمیم او بیارغونې په موخه یې اړوند مسؤولینو ته لارښوونې وکړې. 
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS