د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سرپل له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۶
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سرپل له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:


 
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، تېره ورځ د سرپل ولایت له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کړنې او تر کار لاندې پروژې او راتلونکي پلانونه یې وارزول، دغه راز یې د یاد ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له شته ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او مؤثرې ګټې اخیستنې او دغه راز د چارو د لا سمون په موخه یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

...

۱ اونی 5 ورځې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۹
Background image

په دایکندې ولایت کې د نیلي – آب چکې د شاوخوا ۱۹ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو چارې د شاوخوا ۴۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

به دایکندې ولایت کې د دایکندې – کندهار سړک اړوند د نیلي – آب چکې  سړک د ترمیم او پراخولو چارې نن د دایکندي ولایت د مرستیال والي محترم الحاج مولوي احسان الله رحمت یار، د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵
Background image

د میدان وردګ - لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلوونکي سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا په اقتصاد‌ محوره پالیسي کې ټولګټو وزارت ځانګړی رول لري، د دې وزارت له لارې د هېواد د زیربناوو رغول او پراختیا نه یوازې د سوداګرۍ، کرنې او صنعت لپاره حیاتي ده، بلکې د ملي یووالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه دیوې پایې تلې د نصب چارې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند په بند سردې سیمه کې د سړک تخریب د لا مخنیوي او د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه، د یوې پایې تلې د نصب چارې د ۵. . .

BACK TO NEWS