د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د کابل – کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۰:۱۰
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د کابل – کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه


د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د بېلابېلو برخو له کار څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین؛ د هيواد جنوب غربي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د میدان وردګ – غزني، غزني – مقر، مقر - قلات ، قلات - د شهر صفا او د زابل ولایت اړوند د تازی رباط، نورک او دسوختې پلونو د کار له جریان څخه له نږدې لیدنه وکړه. 
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، قراردادي شرکت، د پروژې څارونکي ټیم او اړوند مسؤولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د پروژې کار په ټاکلي وخت او د د قرارداد له شرایطو سر سم ترسره کړي، تر څو د ژمې د سړې هوا له رارسېدلو مخکي کار بشپړ او د خلکو شته ترافیکي ستونزي ورسره هوارې شي.  
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS