د غور-هرات سړک رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۴۸
د غور-هرات سړک رغنیزې چارې دوام لري

دا سړک چې له غور څخه د هر ات ولایت په لور غځیدلی، د چغچران – ګردندیوال یا ختیځ ـ لویدیځ د ملي پروژې یوه برخه ده. چې د ۱۱ کیلومتره اوږدوالي او ۹ متره پلنوالي په درلودلو سره د غور ـ هرات له سړک څخه پیل تر باژګونه کلي پورې غځېدلی، د یاد سړک په اوږدو کې یوه پایه سل متره پُل او په بېلابېلو اندازو کې ۴۶ پُل ګوټي شامل دي.

د یادې پروژې ټول مالي لګښت د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي، چې د رغونې تړون یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۸۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت شوی او تر دې مهاله یې رغنیزې چارې په ښه توګه مخې ته روانې دي.

دا پروژه چې د ختیځ ـ لویدیځ دهلیز بشپړونکي ده، پرمټ به یې میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، غور او هرات ولایتونه پر خپل منځي نښلون سربیره به د پلازمېنې کابل او لویدیځو ولایتونو تر منځ واټن لنډ کړي او همدارنګه به د سیمه اییز اتصال په پیاوړتیا، منظم ټرانسپورټي سیسټم په رامنځته کولو او د سوداګریزو توکو په لېږد را لېږد کې به بنسټیز رول تر سره کړي.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۵۴
Background image

په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګرولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د ټولګټو وزیر د ترکي ساختماني شرکتونو له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت له استازي ښاغلي بولنت بیلګي سره په خپل کاري دفتر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د مزارشریف دره صوف عمومي مسیر د پل برق دوراهي – کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او رغولوچارې په ډیزاین بلټ شکل  د ۴۵۰ میلیونه. . .

BACK TO NEWS