د لغمان ولایت د پوهنتون سړک رغنیزې چارې ۶۳ سلنه کاري پرمختګ لري

mopw_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۴۵
د لغمان ولایت د پوهنتون سړک رغنیزې چارې ۶۳ سلنه کاري پرمختګ لري

د لغمان ولایت د پوهنتون سړک رغنیزې چارې ۶۳ سلنه کاري پرمختګ لري

دا پروژه د اردو له لوا څخه پیل او د مهترلام ښار اړوند رهایشي سیمې پورې د غځیدلی سړک ده، چې د ۹ پُلګوټو په درلودلو سره ۴.۷۵۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې پلنوالی لري.

دا سړک د ۳۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان له ملي بودیجې تمویلیږي چې تړون یې له دوو خصوصي ودانیز شرکتونو سره په ګډه توګه شوی او تر دې مهاله یې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې دي.

دا پروژه د لغمان ولایت له مهمو سړکونو څخه بلل کیږي چې د کار له بشپړیدو سره به یې دولتي ادارې سره ونښلي او د محصلینو لپاره به د ټرانسپورټي هوساینې رامنځته کېدو تر څنګ کرایې هم ورسره ټيټې شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

لیندۍ، ۸، ۱۳۹۹

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۵۴
Background image

په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په لوګر ولایت کې د دوو پروژو چارې د۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګرولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د ټولګټو وزیر د ترکي ساختماني شرکتونو له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت له استازي ښاغلي بولنت بیلګي سره په خپل کاري دفتر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د مزارشریف دره صوف عمومي مسیر د پل برق دوراهي – کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او رغولوچارې په ډیزاین بلټ شکل  د ۴۵۰ میلیونه. . .

BACK TO NEWS