د لوړ تناژ بار وړونکو وسايطو د کنترول او معیاري وزن د لېږد په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه!

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۴:۲۱
د لوړ تناژ بار وړونکو وسايطو د کنترول او معیاري وزن د لېږد په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه!

په هېواد کې شته سړکونه او لویې لارې ملي شتمنې ده، چې په لوړ لګښت سره ترمیم او رغول شوي دي، چې ساتنه او څارنه یې د ټولو هېوادوالو دیني وجیبه او ملي مسؤولیت دی.
ټولګټو وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې د شته سړکونو د خوندیتوب په موخه له ټاکلي اندازې څخه د ډېر بار لېږد مخنیوی وکړي او له وړاندې ډبل کاري شوې نقلیه وسایط بېرته د مؤلدي کمپني عادي حالت وګرځوي. 

په همدې اساس ټولګټو وزارت، ټولو درنو هېوادوالو، ټرانسپورټرانو او د ولوړ تناژ بار وړونکو لېږدونکو وسایطو چلونکو ته یو ځل بیا خبر ورکوي؛ چې د اضافي بار له لېږد څخه دې په جدې توګه ډډه وکړي او معیاري وزن دې ولېږدوي، همدارنګه هغه بار وړونکي موټر چې ډبل کاري شوي دي له ټاکلي نیټې سره سم دې بېرته د مؤلدي کمپني عادي حالت ته بدل کړي او دغه راز دې موټر چلونکي په لویو لارو کې د تګ راتګ پرمهال د تلې (ترازو) له کارکونکو سره له هر ډول شخړي او بحث څخه ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس وسایط د اضافي بار لپاره نه جریمه کیږي؛ خو که چېري موټر چلونکي له ټاکلي اندازې څخه ډېر وزن بار او ولېږدوي، نقلیه واسطه به یې د یوې میاشتې له پاره ودرول شي او د سړک خسارې د جبران په موخه به عدلي او قضایې اورګانونو ته ور پېژندل شي.
 

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS