د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د بندو مسیرونو پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴۷
د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د بندو مسیرونو پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري

سالنګونه: په سالنګونو کې د واورې تیز اورښت جریان لري او یاده لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، تېره شپه د ماښام په ۷:۱۰ دقيقو د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ مؤقتاً تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوفان د کمېدو سره سم؛ د واورې ځپلو سیمو پاکاري ترسره کړي او ياده لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي.
میدان وردګ: په یاد ولایت کې د واورې اورښت جریان لري او د میدان وردګ – بامیان مسیر د تیزې واورې د اورښت له امله د یاد ولایت ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ترافیکو پر مخ مواقتاً تړل شوی دی چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د پاکولو او پرانیستول چارې په چټکۍ سره جریان لري.
بامیان: په بامیانو کې د واورې او اورښت جریان لري او په یاد ولایت کې د پنجاب - آبقول کرمان، شاطو کوتل، قوناق کوتل، پنجاب سیاه دره – بندشوی پل، حاجي ګک کوتل او بند بکک مسیرونه د تیزې واورې د اورښت له امله په موقت ډول د ترافیکوپرمخ تړل شوي دي چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.
غور: په غور ولایت کې د واورې اورښت جریان لري، او په یاد ولایت کې د بندبکک، بند بایان لعل او کرمان، بند تلخک او بند غوک مسیرونه د تیزې واورې له امله د لنډمهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.
دایکندي: په دایکندي ولایت کې هوا واورینه ده او د یاد ولایت د نیلی-قوناق، نیلی- خدیر، نیلی-کیتی، نیلی-اشتر، او نیلی-سنګ تخت مسیرونه د واوری او باد کویه له امله د ترافیکی وسایطو پرمخ موقتا تړل شوي دي، ، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.
او همدارنګه په سرپل ولایت کې د البد ولسوالۍ مسیر او په فاریاب ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ جغلي مسیر تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ مواقتاً تړل شوي دي، چې د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له لوري یې د پاکولو او پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.
دا په داسې حال کې ده چې په یادو ولایتونو کې د ټولګټو ریاستونو او قراردادي شرکتونو مؤظف ټیمونه د واورې پاکولو او لویو لارو پرانیستلو ته بشپړ چمتو والی لري.
ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې د یادو لویو او سړکونو څخه‌ د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ گرمې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دې مراعت کړي، د د موظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS