د ټولګټو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۷:۵۳
د ټولګټو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سره وکتل

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د قزاقستان هیواد د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي ژومانگارين او مل پلاوي سره په داسې حال کې په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه، چې د دغه وزارت تخنيکي او د اوسپنې پټلۍ مرستيالانو هم شتون درلود او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او لوجستيکي همکاریو پر پراختیا، اوسپنې پټلۍ جوړونې او يوشمېر نورو اړونده موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په ليدنه کې دواړو لوريو د قزاقستان او افغانستان له لارې د ريل پټلۍ دهليز د سيمه ييز اتصال د پراختيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراخېدو او تداوم لپاره ارزښتناک فرصت وباله. 
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د قزاقستان هیواد د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی، چې له قزاقستاني لوري سره په اقتصادي، تجارتي او ټرانسپورټي برخو کې اړيکې او همکارۍ لا پراخې کړي، ځکه چې اوسمهال په افغانستان کې بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بهترین فرصت برابر دی.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک وباله او زياته يې کړه، چې هېواد يې تل افغانستان سره په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلي دي.
ښاغلي ژومانگارين وويل، قزاقستان غواړي د تورغونډۍ-هرات په اوسپنې پټلۍ باندې د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانگونه وکړي او په هرات ولايت کې يو معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړ کړي.
نوموړي زياته کړه، چې قزاقستاني شرکتونه ليوالتيا لري، چې د ټولګټو وزارت د سړک جوړونې او اوسپنې پټلۍ په پروژو کې ګډون وکړي دامهال هم يو قزاقستانی شرکت د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د يوې برخې د رغونې چارې ترسره کوي.
د ليدنې په لړ کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال او د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د مرستيال ترمنځ د دواړو هيوادونو ترمنځ د راتلونکو دوامداره همکاريو په تړاو صورت جلسه هم لاسليک شوه.
په پای کې د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيکو پر پراختيا او تداوم ټینگار وشو او پرېکړه وشوه، چې د اړونده مسايلو د تطبيق په موخه به په راتلونکي کې د دواړو هيوادونو تخنيکي کمېټه ناسته وکړي.

...

5 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۳۸۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې ( آسفالت) چارې د څه باندې ۳۸۹.۴  میلیونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت د والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲
Background image

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې قرارداد شوې

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت د کاري پلان له مخې له یو خصوصي ساختماني او سړک جوړوونکي شرکت سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

په جدي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵۲۸۷. . .

BACK TO NEWS