د ټولګټو وزارت او ځکمني ترانسپورت شورا ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۵:۳۴
په کاپیسا کې د ۱.۴۱ کیلومټره کانکریټي سړک د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

ټولګټو وزارت، د جمهوري ریاست د لوړ مقام د۱۴۰۰/۲/۲۹ نیټې د ۶۴۷ کڼه حکم د تعقیب په موخه، له خصوصي ترانسپورتي شرکتونو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدلي. په دې ناسته کې، د لوړ تناژ باروړنکو لیږدونکو وسایطو د وزن او ابعادو د کنترول مقرره د تراسپورتي اتحاديې مسوولینو ته تشریح شوه او د هغوی وړاندیزونه یې واوریدل شول. د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال پاینده محمد انوري، د د لوړ تناژ باروړنکو لیږدونکو وسایطو د وزن او ابعادو د کنترول د مقررې او د سړکونو پر اهمیت خبرې وکړې او د ترانسپورتي اتحادیې مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې ټولګټو وزارت د سړکونو د ستونزې د هوارولو په برخه کې پوره هڅې کوي. ورپسې د ترانسپورتي اتحادیې مسوولینو د ټولګټو وزارت له رهبري څخه وغوښتل چې د لوړ تناژ باروړنکو لیږدونکو وسایطو د وزن او ابعادو د کنترول په مقرره کې تعدیلات رامنځته کړي او په تدریجې ډول یې پلي کړي تر څو د لوړو باروړنکو وسایطو تراسپورټران د مقررې مطابق خپل وزن عیار کړي. په ناسته کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مسوولینو د لوړ تناژ باروړنکو وسایطو د وزن او ابعادو د کنترول مقرره تشریح کړه او زیاته یې کړه چې یاده مقرره له سیمه ییزو معیارونو سره سمه او د افغانستان له شرایطو سره برابره جوړه شوي چې د دې مقررې تغیر او تعدیل د اړوند ادارو صلاحیت دی. د یادوني وړ ده چې، د اصلاحاتو او روڼتیا د رامنځته کولو په موخه به ټولي تلې د ټولګټو وزارت له نوي تشکیل او نظارتي ټیمونو سره سم عملً کار پیل کړي، د ټولګټو وزارت رهبري ژمنه ده چې د اصلاحاتو د رامنځته کولو، له فساد سره د مبارزې او د دې وزارت د مسلکي او معیاري کولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS