د ټولګټو وزارت تخنیکي معین د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۴:۵۵
د ټولګټو وزارت  تخنیکي معین د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه

دټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح، سالنګونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادي لویې لارې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د قراردادي شرکتونو او د یادې پروژې له مسؤلینو سره وکتل او هغوی ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په هکله لارزمې لارښونې وکړې. 

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دریوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې دا مهال یې کار د تونل په دننه برخه، ۱۶ ګالرۍ او د دریمې برخې کار یې د خنجانو څخه پیل تر دوشي سیمې پوري عملاً جریان لري.

د یادونې وړده چې د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل په دننه برخه کې د کانکریټ لومړۍ او دویمه طبقه چې دواړه ۵۷ سانتي متره ضخامت لري د کانکریټ اچونې کار یې ۹۸ سلنه او د دریمې طبقې یا سیخ لرونکي کانکریټ کار چې ۲۸.۵ سانتي متره ضخامت لري؛ ۴۵ سلنه بشپړ شوی او دا مهال  یې کار جریان لري.

دغه راز د سالنګونو لویې لارې اړوند د ۱۶ ګالرۍ د لومړیو دوه طبقو کار سل سلنه او د دریمې طبقې کار یې ۶۵ سلنه بشپړ شوي؛ چې په نږدې راتلونکي کې به د تونل د دننه برخې او ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار بشپړ شي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS