د ټولګټو وزارت د یو شمیر ولایتي ریاستونو ورځني فعالیتونه

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۲:۱۲
د ټولګټو وزارت د یو شمیر ولایتي ریاستونو ورځني فعالیتونه

هیوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ټولګټو وزارت ټول ولایتي ریاستونه له شته ماشینري او اړوند تخنیکي پرسونل څخه په ګټې اخیستلو سره هره ورځ د هیواد په بیلابیلو برخو کې د سړکونو، لویو لارو، پلونو او پلګوټو ویجاړې شوې برخې ترمیم او بیارغوي او همدارنګه له شته سړکونو او پلونو څخه دوامداره ساتنه او څارنه کوي، چې د یو شمیر ولایتونو د نن ورځې فعالیتونه په لاندې ډول دي:

د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ په لنګر سیمه کې د ۱۰ کیلومتره سړک رغولو (احداث) کار پیل شوی دی، د یاد سړک په رغولو سره به د شهربزرګ ولسوالۍ د علیکل بندر له لارې د بخشان ولايت له مركز سره ونښلي.

بل لورته د لغمان ولایت اړوند د کابل - جلال اباد عمومي سړک شولډرونو د ترمیم او پر دغه مسیر د ویالو، واشونو او پلګوټو د پاکولو کار دوام لري.

په ورته مهال، د سالنګ لویې لارې په  بیلا بیلو برخو کې د سړک د ټپي برخو د پینه کاري، چغل اچونې او د پلګوټو د ترمیم او پاک کاري چارې روانې دي. دغه راز؛ په فاریاب ولایت کې د دولت آباد – اندخوی ولسوالیو عمومي سړک د ټپي برخو د داغګیري کار هم روان دی.

همدا شان، د پنچشیر ولایت د ټولګټو چارو رئیس د یاد ولایت د ۶۰ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او بارغونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په ټاکلي وخت د یادې ترمیماتي پروژې پر بشپړېدو او د کار د غوره کیفیت په موخه يې اړوند مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS