د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

mopw_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۵:۱۷
د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

د ټولکټو وزارت سپرست او نوماند وزیرانجنیر نجیب الله یمین، د ننګرهار ولایت والي ضیاءالحق امرخیل، سره د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې د سړکونو په رول، د خلګو د ټرانسپورټي ستونزو د هواري او سړکنو ته د دوی د لاس رسي په اړه وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ننګرهار والي په دې ولایت کې د سړکنو د کموالي له امله د خلګو د ستونزو په اړه خبرې وکړې، او د کابل ـ جلال آباد دوهم لین سړک د پروژو د پاتې برخو د بشپړیدو، د جلال آباد ــ تورخم دوهم لین سړک رغنیزو چارو د بشپړیدو، د تورخم بندر سړک او تأسیساتو رغول، د کامې، ګوشتې، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو تر منځ د سړکونو د رغنیزو چارو پیل کیدو، د سړکنو او پلونو د ویجاړې شویو برخو بیارغول، د شینوارو او دور بابا ولسوالۍ تر منځ د ۲۴ کیلومتره سړک د تدارکاتي پروسې ګړندي کول، د عبدالخلیل سړک په مسیر د استملاکې ستونزو هوارول او بیا کتنه، د جلال آباد ــ درونټې سړک د رغنیزو چارو ګړندي کول او د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست د تجهیز په موخه وسایلو او ماشینرۍ غوښتنې وکړې.

ورپسې د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د دې وزارت د پلانونو او یو منل شوي پلان په اړه خبرې وکړې چې د غوره خدماتو چمتو کولو لپاره اصلاحات او بدلونونه راوړي، تخنکې ټیم ته یې لارښوونه وکړه چې: د کابل ــ ننګرهار سړک د استملاک ستونزو د هوارې په موخه د ننګرهار والي په همغږي، د جلال آباد ــ تورخم سړک د چارو د بیا پیل کیدو، له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ د تورخم بندر او سړک جوړولو، په یادو ولسوالیو کې د سړکنو او پلونو رغولو، د ټولګټو ریاست د تجهیز په موخه د وسایلو او ماشینرۍ او همدارنګه د خلګو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي او راپور د وزارت مقام ته وړاندي کړي.

د لیدنې په پای کې، د ننګرهار والي له ټولګټو وزارت سره د امنیت ټینګښت، د پروژو د استملاک او ټولنیزو ستونزو د هواري په برخه کې دهراړخیزې مرستې ژمنه وکړه.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS