د ټولګټو وزارت سرپرست د دې وزارت له کارکوونکو او خدماتي پرسونل سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳۱ - ۱۴:۲۵
د ټولګټو وزارت سرپرست د دې وزارت له کارکوونکو او خدماتي پرسونل سره وکتل

 

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر مولوي صاحب بخت الرحمن شرافت نن یک شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۱ نیټه د دې وزارت له ګڼ شمیر کارکوونکو او خدماتي پرسونل سره وکتل او د هغوی ستونزې یې د حل په موخه واوریدې.

د غونډې په پیل کې د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي صاحب بخت الرحمن شرافت خبرې وکړي او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امـارت د جهاد او مبارزې له اوږد او ستونزمن پړاو څخه تیر شوی او لومړيتوب يې ولس ته خدمت او د هیواد بیا رغول دي، سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امـارت به د خلکو په ایثار او قرباني لاسته راغلی فرصت هیڅ کله ضایعه نکړي.

د ټولګټو سرپرست وزیر زیاته کړه؛ اوس د اقتصادي خپلواکۍ وخت دی او اقتصادي خپلواکي هغه وخت تر لاسه کیدای شي چې ټول افغانان په یووالي، رښتنولي او پوره ژمنتیا سره ګډ کار وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امـارت د هیواد د بیارغونې لپاره ټینګ هوډ لري او د وزارت ټولو کارکوونکو ته یې ډاډ ورکړ چې خپلو دندو ته ادامه ورکړي او له دې لارې د هیواد په ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا کې خپله دیني او ملي وجیبه ادا کړي.

په پای کې د ټولګټو وزارت ځینو کارکوونکو د نورو په استازولي خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړاندېزونو يې د حل په موخه د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل، د ټولګټو وزارت سرپرست د یاد وزارت د کارکوونکو وړاندیزونه او ستونزې واوریدلي او د ټولو ستونزو د هوارولو ژمنه او ډاډ یې ورکړ.

...

8 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د سمنګان ولایت د ایبک – روی ‌دوآب سړک چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې قرارداد یې د ډیزاین بلډ په بڼه د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵
Background image

په قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) په کنفرانس کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ګډون راپور

د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) څلوېښتم کنفرانس د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ۲۰۲۶م کال د اپریل میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونو د ریل پټلۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د. . .

BACK TO NEWS