د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر بامیان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۵:۱۴
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر بامیان ولایت ته سفر وکړ

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې يو تخنيکي ټيم يې ملتيا کوله، د روان کال دپنج شنبې په ورځ د بامیان - غور‌ او د دغه ولایت اړوند دکار لاندي پروژو څخه له نږدې لیدنې په موخه بامیان ولایت ته سفر وکړ.
 
په دغه سفر کې د بامیانو والي محترم مولوي عبدالله سرحدي، د غور والي محترم مولوي احمد شاه دین دوست، د غور ولایت د امنیه قومندان محترم مولوي صدیق الله شاهین مسافر، د یکاولنګ ولسوالۍ؛ ولسوال محترم حکمت حسین مجاهد او یو شمېر نورو سېمه اېزو مسؤلینو د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر ملتیا کوله؛ د نورکه درې، بکک کوتل او سرکنک دَرې له درې لارو څخه چې د باميانو ولایت له غور ولایت سره نښلوي، د رغونې په موخه د یکاولنګ ولسوالۍ - غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ د  سرچشمه کوتل سمې پورې له نږدې لیدنه وکړه.

د بامیانو او غور ولایتونو محترمو والي صاحبانو او ورسره مل پلاوي، د اجتماعي او اقتصادي پلوه د دغو دريو لارو له څیړنې او ارزونې ورسته؛ د نورکه درې لاره چې شاوخوا ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري غوره او تثبیت کړه.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د دغه وزارت تخنیکي ټیمونو ته لار ښونه وکړه چې د ا.ا.ا د محترمې رهبرۍ لخوا د دغه سړک د رغونې له منظورۍ وروسته دې د خلکو د ترافیکي ستونزو د حل په موخه د ياد سړک تخنيکي مراحل تکمیل او ورسته به یې عملي چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده چې په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په باميان ولایت کې د دغه وزارت، تر کار لاندې پروژو څخه هم ليدنه وکړه او د یاد ولایت د ټولګټو رياست تخنیکي ټيمونو او د قرار دادي شرکت مسؤلینو ته يې د کار د چټکتيا او غوره والي په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
 

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS