د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران سفارت له اقتصادي مستشار سره وکتل

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۲۲:۴۸
د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران سفارت له اقتصادي مستشار سره وکتل

د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي بخت الرحمن شرافت او د دې وزارت تخنیکي مرستیال محترم سید ادریس میر د ایران سفارت له لومړي اقتصادي مستشار او د اقتصادي اړیکو له مسوول حسن شیرزادي سره په داسې حال کې وکتل چې د یاد وزارت د دفتر رییس محترم مولوي امیر عبدالله او محترم قاري محمد یعقوب هم شتون درلود.

لومړی د ټولګټو وزارت مرستیالانو په بیلابیلو برخو کې د ایران هیواد، له مرستو څخه مننه او قدردانی وکړ او پر مشترکو او متقابلو همکاریو یې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو پر تاریخي اړیکو، داقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، د بندرونو په ٢٤ ساعته فعالیت، له ایران هیواد څخه د میل ٧٨ پروژې لپاره د ودانیزو توکو لیږد، د دوغارون مرزي سړک اسفالټ اچونه، د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ چارو بشپړول، د هرات - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ته لومړیتوب ورکول او  د ابونصر بندر د اوسپنې پټلۍ د مطالعاتو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

ورپسې د ایران سفارت، لومړي اقتصادي مستشار خبرې وکړې او له افغانستان سره یې په بیلابیلو برخو کې د دوامدارو مرستو ژمنه او ډاډ ورکړ هغه زیاته کړه؛ موږ غواړو افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي او د یادو پروژو پر تطبیق یې ټینګار وکړ.

۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۳

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

8 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

د دشت‌ارچي – کندز د ۱۹.۶ کیلومتره سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري

د دشت ‌ارچي – کندز مسیر د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري، د سړک دغه پروژه ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا یې د اساسې رغونې چارې د څه باندې  ۴۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د سمنګان ولایت د ایبک – روی ‌دوآب سړک چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې قرارداد یې د ډیزاین بلډ په بڼه د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵
Background image

په قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) په کنفرانس کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ګډون راپور

د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) څلوېښتم کنفرانس د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ۲۰۲۶م کال د اپریل میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونو د ریل پټلۍ. . .

BACK TO NEWS