د ټولګټو وزیر د کونړ له والي سره د ځینو سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۲۱:۱۳
د ټولګټو وزیر د کونړ له والي سره د ځینو سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل

د ټولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین د کونړ له والي محمد اقبال سعید او په ولسي جرګه کې د ياد ولايت له استازي جاوید ساپي سره د هغه ولايت د ځينو سړکونو د جوړولو په اړه ليدنه وکړه.

د ليدنې په پیل کې د کونړ والي محمد اقبال سعيد او جاويد ساپي د ټولګټو وزارت له همکاریو يادونه وکړه او ورپسې يې د مرکز اسد آباد د داخلي سړکونو، د پېچ درې، له اسمار ـــ غازي آباد او شیګل ولسوالیو د سړکونو د جوړولو غوښتنې هم وړاندې کړې.

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ تاييد کړه، چې کونړ ولايت د خپل غرني طبعيت او موقعيت له پلوه په هغه مقام کې دی چې ټول مهم سړکونه يې په اساسي ډول باید ورغول شي.

نوموړي کونړ له اقتصادي پلوه مهم ولایت وباله او زياته يې کړه: کونړ ډېر ښه معادنونه لري چې د سړکونو د جوړېدو په صورت کې به یې ارزښت لوړ او د دولت عايداتي منابع به ورسره زياتې شي او هم به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د ښاغلي يمين په وینا، د سړکونو د سروې په موخه د ټولګټو وزارت ځانګړی ټيم وار دمخه کونړ ولايت ته رسېدلی دی، خو پر هغه سربېره به د چپې درې د ۲۰ کیلومټره سړک د جوړولو کار ډېر ژر پیل شي چې کونړ به د نورستان ولايت له واما ولسوالۍ سره ونښلوي.

هغه زياته کړه: دا چې نورستان د هېواد درېيم ملي پارک نومول شوی، نو د دې سړک په جوړېدو سره به د خلکو ګڼې ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي او ورسره سم به يادو ولايتونو ته د کورنيو او بهرنيو سيالانيانو ورتګ هم زيات شي چې په دې سره به د سيمه والو صنعتي او فرهنګي اقتصاد هم په کافي اندازه وده وکړي.

 

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي ټيم - کابل

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS