د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او دامهال له بېلابېلو پرمختګونه سره په چټکۍ روانې دي.

تر دې مهاله د یادې پروژې د بېلابېلو برخو د کیندنې، هموار کارۍ، د سړک بیس د لنګر کارۍ او همدارنګه د یو شمېر پلګوټو د کیندنې او جوړولو چارې جریان لري.

د دغې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د  کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد او د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره حده هوارې شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS