د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او دامهال له بېلابېلو پرمختګونه سره په چټکۍ روانې دي.
تر دې مهاله د یادې پروژې د بېلابېلو برخو د کیندنې، هموار کارۍ، د سړک بیس د لنګر کارۍ او همدارنګه د یو شمېر پلګوټو د کیندنې او جوړولو چارې جریان لري.
د دغې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد او د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره حده هوارې شي.
