د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ سړک تحکیم کاري شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۹
د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ سړک تحکیم کاري شول

د پنجشیر د ټولگټو ریاست لخوا د دې ولایت د دره ولسوالۍ د غځېدلي سړک ویجاړې شوې برخې تحکیم کاري شوې.

دا سړک د ټولگټو وزارت رهبرۍ په رسمي لارښوونه د دې ولایت د ټولگټو ریاست له لوري تحکیم کاري شول.

د يادونې وړ ده، د دې سړک د آسیب منونکو برخو له تحکیم کاري سره به د دره ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تگ راتگ په برخه کې د پخوا په پرتله اسانتیاوې رامنځته شي.

دا سړک د دې ولایت د انجنیري ټیم د سروې په اساس چې له وړاندې ترسره شوې وه تحکیم کاري شول؛

د دې ولایت د ټولگټو ریاست پلان لري چې په دې ولایت کې ځینې نور سړکونه هم تحکیم کاري کړي.

په ورته وخت کې، د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ اوسېدونکي د ټولگټو ریاست له دې کار څخه خوښي څرگندوي او په دې ولسوالۍ کې د بیارغونې په لا ډیرو کارونو ټینگار کوي.

د یادونې وړ ده، چې د پنجشیر ولایت د لویې لارې د ویجاړې شویو برخو د تحکیم کاري کار د دې ولایت د ټولگټو ریاست له لوري له وړاندې پیل شوی دی.

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

BACK TO NEWS