د کابل - کندهار لویې لارې د ترمیماتي سروې چارې دوام لري

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۲:۲۷
د کابل - کندهار لویې لارې د ترمیماتي سروې چارې دوام لري

د ټولګټو وزارت د هبرۍ په لار ښوونه، د دې وزارت له بیلابیلو برخو څخه د ٣٢ تنو مسلکي انجنیرانو او افغان صداقت او باختر ګروپ ودانیزو شرکتونو لخوا د کابل - کندهار لویې لار د ترمیماتي سروې چارې دوام لري.

د کابل - کندهار لویه لار چې شاوخوا ٤٠٠ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د ګڼو ولایتونو پر نښلون سربیره د هیواد یوه مهمه ټرانزیټي لویه لار ده، چې له بده مرغه په تیرو کلونو کې د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د تگ - راتگ له کبله ویجاړه شوې ده.

د ټولګټو وزارت رهبري هڅه کوي چې درنو هیوادوالو ته د تګ - راتګ پرمهال د غوره ټرانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو او د سوداګریزو او کرنیزو توکو د خوندي او چټک لېږد په موخه د هیواد ټول سړکونه، لویې لارې، پُلونه او پُلچکونه چې وړاندې ویجاړ شوي دي ترمیم او بیاورغوي.

د یادونې وړ ده؛ چې د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د دریو پایو پُلونو او د یادې لويې لارې ( قلات ښار - میدان ښار ) میلینګ کاري، د قلات ښار له مرکز څخه تر شینکۍ ولسوالۍ پورې د غځیدلي سړک داغ ګیري، د پُلګوټو ترمیم او د سړک غاړو سنګ کاري او همدارنګه د یوه پایه پُل په ګډون د سالنګ لویې لارې د ٣٠ کیلومتر سړک ترمیم او د کابل - میدان ښار د ٨ کیلومتره سړک ترمیمول هغه پروژې دي چې د ټولګټو وزارت له لوري له وړاندې قراداد شوي وې او اوس مهال د ځینو پروژو د ترمیم چارې بشپړې او د ځینو نورو د ترمیم کار په چټکۍ سره دوام لري.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS